پاكستان د لائيو سټاك پرمختګ او د څارو د ناروغو مخ نيوي لپاره نړيوالو ادارو سره شركت ته ډېر اهميت وركوي۔د وفاقي وزير سېكندر حيات خان بوسن پھ پېرس كښې نړيوالې ادارې او آئي اي غونډې ته وېنا

پاكستان د لائيو سټاك پرمختګ او د څارو د ناروغو مخ نيوي لپاره نړيوالو ادارو سره شركت ته ډېر اهميت وركوي۔د وفاقي وزير سېكندر حيات خان بوسن پھ پېرس كښې نړيوالې ادارې او آئي اي غونډې ته وېنا

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ 22مئ2017ء) د نېشنل فوډ سېكورټي او ريسرچ وفاقي وزير سېكندر حيات خان بوسن وئېلي دي پاكستان د لائيو سټاك پرمختګ او د څارو د ناروغو مخ نيوي لپاره نړيوالو ادارو سره شركت ته ډېر اهميت وركوي۔ده دا خبرې د ګل په ورځ په پېرس كښې د څارو په اړه د نړيوالې ادارې او آئي اي 85مې غونډې ته پھ خپله وېنا كښې وكړی۔په دې غونډه كښې د نړيوالو تنظيمونو د استازو پشمول د 180 هېوادونو پلاوي ګډون كوي۔

وفاقي وزير سېكندر حيات خان بوسن ووئيل د څارو د روغتيا په اړه د نړيوالې ادارې او آئي اي كردار پھ پرمختګ كوونكو هېوادونو كښې ډېر مثالي دے۔د دې ادارې پھ مرسته په غربت كښې د كمي راتللو د څارو د ناروغو په مخ نيوي او معاشي او سماجي پرمختګ له مرسته تر لاسه كېږي ۔ده ووئيل په پاكستان كښې 8 ملينه كورنۍ د لائيو سټاك څانګې سره تړون لري۔