د چا چې خپله كاركردګي هيڅ نه وي ٬هغوي د كورنيو چارو په وزير تنقيد كولو سره خپل قد لوړول غواړي ٬خورشيد شاه بائد بې سره او پښو٬بې مقصده او د تهذيب نه پريوتو بيانونو په ځاې پخپل حال او تېر وخت نظر واچوي۔د كورنيو چارو وزارت وياند د خورشيد شاه په بيان غبرګون

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ 22مئ2017ء) د كورنيو چارو وزارت وياند وئېلي دي د كومو چې خپله كاركردګي هيڅ نه وي ٬هغوي د كورنيو چارو په وزير تنقيد كولو سره خپل قد لوړوي ۔د ګل په ورځ د كورنيو چارو وزارت وياند د خورشيد شاه په بيان خپل غبرګون كښې وئېلي دي خورشيد شاه دې بې سره او پښو٬بې مقصده او د تهذيب نه پريوتو بيانونو په ځاې په خپل حال او تېر وخت نظر واچوي۔

يو داسې شخصيت څوك چې پخپل اقتدار كښې د كارونو له امله نېب ځپلې وي او څوك چې د يو عام يوټېلټي وركر نه وفاقي وزير شي او ترقي يې لويې سواليه نشان وي ۔ ده ووئېل له بده مرغه د چا چې خپله كاركردګي صفر ده هغوي د كورنيو چارو په وزير تنقيد كوي او خپل قد لوړوي ۔وياند ووئيل ټول قام ته معلومه ده چې پخپل اقتدار كښې د مالي او انتظامي بې ضابطګۍ يو شمېر نويو دستانونو رقم كوونكو او د نااهلو لويې مثالونه قائم كړي۔وياند ووئيل داسې خلق بائد پھ بل چا د تنقيد كولو په ځاې د خپلې كاركردګۍ تجزيه وكړي او د كومې له امله چې دوي نه يوازې پاكستان ځاې ته رارسولې بلكې د دوي په وجه د هغوي ګوند ته هم دا ورځ ليدل ورپغاړه شوې ده۔