عمران خان خېبر ايجنسۍ كښې بمي چاؤدنه وغندله

عمران خان خېبر ايجنسۍ كښې بمي چاؤدنه وغندله

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ 22مئ2017ء) د پاکستان تحریک انصاف چیئرمین عمران خان خېبر ایجنسۍ كښې د بمي چاؤدنې په سختو ټكو غندنه كولو سره پېښه كښې د قيمتي ځانونو په زيان د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده ۔ د ګل په ورځ خپل يو بيان كښې ده ووئيل د ترهه ګرۍ نوې كاروايۍ د اندېښنې وړ دي۔ د داخلي او خارجي شرخوښو نوغې ويستلو له به كوټلي ګامونه پورته كول وي۔ د خېبر پختونخوا حکومت دې د ژوبل شوو درملنو له بشپړه مرسته وكړي او په دې لړ كښې دې ګامونه پورته كړي۔ ده د شهيدانو كورنيو سره د يو والي څرګندونه وكړه او د ژوبل شويو زر روغتيا له ئې دعا وكړه۔