پاكستان كښې 17720 مېګاواټ ريكارډ برېښنا پېدا شوې۔ ډېر زر به پېداوار 20 زره مېګاواټ ته ورسي۔ په روژه مباركه كښې به د روژه ماتي او پېشمني په وخت د برېښنا رسنه باوري كولې شي۔ د اوبو او برېښنا دوهم وزير عابد شېرعلي 9 م پاور جنرېنشن كنفرنس ته خطاب

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ 19مئ2017ء) د اوبو او برېښنا دوهم وزير عابد شېر علي وئيلي دي پاكستان كښې 17720 مېګاواټ ريكارډ برېښنا پېدا شوې۔ ډېر زر به پېداوار 20 زره مېګاواټ ته ورسي۔ په روژه مباركه كښې به د روژه ماتي ٬ تراويح او پېشمني په وخت د برېښنا رسنه باوري كولې شي۔ده د جمعې په ورځ 9 م پاور جنرېنشن كنفرنس ته د خاص مېلمه په حېث خطاب كولو۔

ده ووئيل د برېښنا لوډشېډنګ زياتره هغه سيمو كښې كېږي چرته چې د برېښنا بلونو اداتيګي د اطمينان وړ نه ده۔ ده ووئيل اوسني حكومت اقتدار كښې راتلو څخه تر دې دمه 5567 مېګاواټ برېښنا قامي ګرډ كښې شامل كړې۔ ده ووئيل په لائن لاسز كښې تر 1.8 فیصد کمې راغلې او د برېښنا د بلونو وصولۍ شرح كښې 2.8 فیصد زياتوالې شوې۔ ده ووئيل هائیډرو تھرمل، ونډ، سولر او نیوکلیئر وسيلو څخه د برېښنا ترلاسه كولو هر ممكنه هڅې كولې شي۔ ده ووئيل اروپائي ائتلاف پاكستان كښې د توان په ستونزه قابو موندلو له مرسته كوي۔ پاکستان كښې د ډنمارك سفير اولے تھونک ووئيل ډنمارك فوسل فيول څخه د 100 فيصد برېښنا پېدا كولو له په نوي تګلار كار كوي چې ښې نتيجې به ئې رامخې ته شي۔