تاريخ كښې په وړومبي ځل د پرمختيائي پروګرام (پی اېس ډی پی) حجم 1001 اربه روپو ته رسولې شوې ٬ د صوبو لپاره 1112 اربه روپۍ بېلې كړې شوي ، سږ كال د پرمختګ كچه 5.3 فیصده وه، مینوفیکچرنګ كښې شرح نمو 5.3 فیصده وه، د هېواد د معیشت حجم 300 اربه روپو ته رسيدلې، راروان مالي كال لپاره شرح نمو 6 فیصده ټاكلې شوې ، راروان مالي كال كښې 8 نه تر 10 زره میګاواټ برېښنا زياتولو امکان دے، د روان مالي كال ریونیو 3.146 اربه ؤه ، پی اېس ډی پی كښې د انفراسټرکچر لپاره 411 اربه روپۍ اېښودې شوي ،د څښلو پاكو اوبو وركولو لپاره به د 12 نيم اربه روپو پروژه پيل كولې شي،

د منصوبه بندۍ ، پرمختګ او اصلاحات وفاقی وزیر احسن اقبال د قامی اقتصادی کونسل غونډې نه پس پريس بریفنګ

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ 19مئ2017ء) د منصوبه بندۍ ، پرمختګ او اصلاحات وفاقی وزیر احسن اقبال وئيلي دي تاريخ كښې په وړومبي ځل د سرکاری څانګې پرمختيائي پروګرام (پی اېس ډی پی) حجم 1001 اربه روپۍ ته رسولې شوے دغسې صوبو لپاره 1112 اربه روپۍ بېلې كړې شوي ، سږ كال د پرمختګ كچه 5.3 فیصده وه، مینوفیکچرنګ كښې شرح نمو 5.3 فیصده وه، د هېواد د معیشت حجم 300 اربه روپو ته رسيدلې، راروان مالي كال لپاره شرح نمو 6 فیصده ټاكلې شوې، راروان مالي كال كښې 8 نه تر 10 زره میګاواټ برېښنا زياتېدو امکان دے، د روان مالي كال ریونیو 3.146 اربه وه، پی اېس ډی پی كښې د انفراسټرکچر لپاره 411 اربه روپۍ اېښودې شوي ،د څښلو پاكو اوبو وركولو لپاره به د 12 نيم اربه روپو پروژه پيل كولې شي، د سی پیك پروژو لپاره 180 اربه روپۍ بيلې كړې شوي، ریلویز لپاره 43 اربه روپۍ او نېشنل هائی ویز اتھارټی لپاره 320 اربه روپۍ اېښودې شوي۔

د دې خیالاتو څرګندونه ده د قامی اقتصادی کونسل غونډې نه پس پریس بریفنګ كښې وكړه۔ وفاقی وزیر احسن اقبال ووئيل د كركيلې پرمختګ كچه 3.5 فیصده وه، راروان مالي كال لپاره به د كركيلې ګروتھ ریټ 3.5 څخه زيات شي۔ ۔ ده ووئيل وزیراعظم د قامی اقتصادی کونسل غونډه كښې د هېواد د پرمختيائي بجټ منظوری وركړي۔ ده ووئيل وفاقی حکومت بلوچستان لپاره 17 اربه پی اېس ډی پی كښې بيلې كړي، بلوچستان كښې په سترو لارو او اوبو پروژو به دا بجټ خرڅ كولې شي۔

ده ووئيل راروان مالی كال 18-2017 كښې 31 پروژې د ګوادر پرمختګ له د پرمختيائي پروګرام برخه دي۔ ده ووئيل وزیراعظم ګلګت، آزاد کشمیر او فاټا مقدمه قامی اقتصادی کونسل كښې وړاندې كړي، وزیراعظم د آزاد کشمیر بجټ د 12 اربه څخه 22 اربه ته د رسولو سپارښتنه كړي ،احسن اقبال ووئېل آزاد کشمیر اولس سره چې وزیراعظم كوم لوظ كړې هغه تر سره كولې شي۔ ده ووئيل د ګلګت بلتستان بجټ د 9 اربه روپو څخه 15 اربه ته رسولې شوے۔

احسن اقبال ووئيل د فاټا بجټ د 21 اربه روپو څخه 24 نيم اربه روپو ته رسولې شوې چې ورسره به کشمیر، ګلګت بلتستان او فاټا كښې د پرمختګ يو نوې دور پيل شي۔ ده ووئيل آزاد کشمیر، ګلګت بلتستان او فاټا پرمختګ لپاره كوټلې تګلاره جوړه شوي دغسې چې د وګړو ښېګرې باورې كړې شي۔ وفاقې وزير ووئيل سماجی څانګې له بجټ د 90 اربه څخه 153 اربه ته رسولې شوے ، د لوړو زكړو كمېسون بجټ په ترجیحی بنیادونو زيات كړې شوے ، د ایچ ای سی بجټ د 21 اربه څخه 35 نيم اربه ته رسولې شوے دغسې چې اعلیٰ تعلیم ته وده وركړې شي۔

ده ووئيل مونږ ځوانان ډیجیټل نړۍ كښې شاملول غواړو۔ ده ووئيل حکومت هېواد كښې د کینسر رنځورانو له اټامك انرجی لپاره بجټ كښې زياتې روپۍ بيلې كړي۔ده ووئيل راروان بجټ كښې لوبو له 2 اربه بيلې كړې شوي۔ ده ووئيل د پاکستان 70 مې سالګرې په موقع به پوهنتونونو كښې د اولمپکس سيالۍ كولې شي ، په دې اړه په تګلاره عمل روان دے۔ ده ووئيل د قامی ژبو ودې له ټول هېواد كښې به اکادمی ادبیات مرکزونه جوړولې شي۔

ده ووئيل بلوچستان او کشمیر كښې به د راډيو پاکستان نظام اپ ګریډ كولې شي۔ ده ووئيل بلوچستان كښې کھچی کینال پروژه به روان كال په مهال بشپړولې شي چې ورسره به 55 زره ایکړه زمكې له اوبه ترلاسه شي۔ ده ووئيل صوبو كښې پرمختيائي كارونو له ډویلپمنټ بجټ كښې 1112 اربه اروپۍ اېښودې شوي۔ ده ووئيل ریلویز لپاره 43 اربه اروپۍ او نېشنل هائی ویز اتھارټی لپاره 320 اربه اروپۍ اېښودې شوي دي.