د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وزارت د جي بي كونسل په بجټ كښې د تاخير له امله د يو شمېر پرمختيائي سكيمونو او پروژو په التوا كښې د پرېوتو خبرونه رد كړل

د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وزارت د جي بي كونسل په بجټ كښې د تاخير له امله د يو شمېر پرمختيائي سكيمونو او پروژو په التوا كښې د پرېوتو خبرونه رد كړل

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ 19مئ2017ء) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وزارت د جي بي كونسل په بجټ كښې د تاخير له امله د يو شمېر پرمختيائي سكيمونو او پروژو په التوا كښې د پرېوتو خبرونه رد كړي دي۔ د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وزارت وياند وضاحت كولو سره وئيلي دي چې د جي بي كونسل د بجټ غونډې تاخير سره كوم آغېز نه كېږي او د جي بي كونسل چيئرمېن په دې لړ كښې د اخراجاتو په مد كښې يوه عبوري منظوري وركړې۔ وياند وويئل چې د جي بي كونسل غړو ته د جي بي كونسل لخوا چې كوم پرمختيائي سكيمونه وركولې شي٬ په دې عمل د جي بي حكومت كوي او تر اوسه سيكمونو لپاره ډېر فنډونه وركړې شوي دي او تر څو چې هغه سكيمونه نه وي مكمل شوي٬ نويو سكيمونو لپاره د فنډ جاري كولو سوال هم نه پېدا كېږي۔