ټوله نړۍ د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان د هڅو ستائنه كوي۔سناتور جاوېدعباسي

ټوله نړۍ د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان د هڅو ستائنه كوي۔سناتور جاوېدعباسي

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ 10اگست 2016ء) د پاكستان مسلم ليګ(ن)سناتور جاوېد عباسي وئېلي دي چې ټوله نړۍ د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان د هڅو ستائنه كوي۔راډيو پاكستان سره په خبرو كښې ده ووئيل چې د كوئټې د چاودنې چې څومره غندنه وشي كمه ده۔ده ووئيل شرخوښي عناصر د دې ډول بزدلانه فعاليتونو د لارې د پاكستان غېر مستحكم كولو هڅې كوي او خلك يرول غواړي۔

ده ووئيل چې د اوسني حكومت لخوا د ترهه ګرو په ضد د اقداماتو له امله به ترهه ګر پھ خپلو مقصدونو كښې كامياب نه شي۔د مسلم ليګ(ن)حكومت د پاكې خاورې نه د ترهه ګرو د نوغي ايستلو پوخ عزم كړی٬زمونږ امنيتي ځواكونه به ترهه ګري پھ مكمل توګه ختمه كړي۔ده ووئيل چې د عملياتو له امله د ترهه ګرو ملا ماته شوې او ډېر زر به پاكستان يو محفوظ او سوله ايز هېواد جوړ شي۔