مظفرګړھ كښې په ټرافېكي پیښه كښې 3 تنه مړه او 16 ژوبل

مظفرګړھ كښې په ټرافېكي پیښه كښې 3 تنه مړه او 16 ژوبل

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ 10اگست 2016ء) په مظفرګړھ سيمه كښې د مسافرو بس او ټريلر خپله كښې ټكر شوي او پھ نتيجه كښې يې 3 تنه مړه او 16 ژوبل شوي دي۔ د نجي ټېلي ويژن له مخې د مظفرګړھ په علي پور تحصيل كښې پھ هيډ پنجند سيمه كښې د تند رفتار مسافرو بس د بل پلو څخه راروان ټريلر ټكر شو او پھ نتيجه كښې يې 3 تنه په ټكي مړه او 16 ژوبل شول۔ د پوليس له مخې د مسافرو بس د كراچۍ څخه پیښور ته روان و۔ ژوبل شوي د علي پور تحصيل ته رسول شوي چرته چې د دريو حالت اندېښمن ښودلې شوې۔