حكومت او پوځي مشرتابه په هر قيمت د ترهه ګرۍ لعنت د ختمولو پوخ عزم لري۔ راجه ظفرالحق

حكومت او پوځي مشرتابه په هر قيمت د ترهه ګرۍ لعنت د ختمولو پوخ عزم لري۔ راجه ظفرالحق

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ 10اگست 2016ء) سناتور راجه ظفرالحق وئېلي دي چې حكومت او پوځي مشرتابه په هر قيمت د ترهه ګرۍ لعنت د ختمولو پوخ عزم لري۔راډيو پاكستان سره په خبرو كښې ده ووئيل چې د كوئټې پھ روغتون كښې شوې بمي چاودنه د پیښور پھ اے پي اېس شوي بريد سره سمون لري۔د بمي چاودنې سخته غندنه كولو سره ده ووئيل چې پھ دې پیښه ټول هېواد په غم كښې دې۔ده ووئيل چې سرلښكر د شرخوښو په ضد د عملياتو لا ګړندې كولو هدايت كړی۔ده ووئيل چې امنيتي ځواكونو د وسله والو په ضد د فرق نه بغېر عمليات جاري ساتلي٬ډېر ترهه ګر د كاميابو ضرب عضب عملياتو له امله تښتېدلي او لټون لپاره يې عمليات روان دي۔