اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ 16مئ2017ء) د قامي اسمبلۍ د قواعدو و ضوبطو قاعدہ 2007ء كښې د اولس مشر د پارلمان دواړو ايوانونو شريكې غونډې ته خطاب څخه وروستو په صدارتي خطاب بحث لپاره د 30 ورځو مودې ټاكلو او د تحريكونو په اړه بدلونونه اړوندې كمېټۍ ته سپارلې شوي دي۔ د نهې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې نعیمه کشور خان تحریک وړاندې كړو چې د قامی اسمبلی قواعدو و ضابطو 2007ء قاعدہ 293 ذېلی قاعدہ 4‘ قاعدہ 61 او د قاعدہ 224 ذیلی قاعدہ (2) كښې د بدلونونو كولو اجازه راكړې شي۔
د بدلونونو مقصد په حقله دې ووئيل د اولس مشر په خطاب بحث لپاره دې د 30 ورځو موده وټاكلې شي۔ پارلماني سېكتر راجه جاوېد اخلاص ووئيل د وړاندې نه په دې بدلونونو كمېټي غور كوي۔ شېراکبر خان ووئيل زما بدلونونه كوم چې كمېټۍ سره پراته دي هغه د اولس مشر د خطاب په حقله دي۔