هيله ده تر 2018 به د هېواد نه لوډشېډنګ ختم كړې شي۔د وفاقي وزير شاهد خاقان عباسي

هيله ده تر 2018 به د هېواد نه لوډشېډنګ ختم كړې شي۔د وفاقي وزير شاهد خاقان عباسي

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 09 اگست2016ء) د پیټروليم او قدرتي وسيلو وفاقي وزير شاهد خاقان عباسي وئېلي دي هيله ده تر 2018 به د هېواد څخه لوډشېډنګ ختم كړی شي۔د نهې پھ ورځ پي ټي وي سره خپلو خبرو كښې ده ووئيل حكومت د برېښنا بحران لرې كولو له ګڼې پروژې پېل كړی او د ګاز٬سكرو او اوبو څخه برېښنا جوړوي دغسې چې اولس ته ارزانه برېښنا وركړې شي۔ده ووئيل وزيراعظم محمد نواز شريف دا هدف ټاكلے چې تر 2018 به د هېواد څخه د برېښنا بحران لرې كولې شي او دې لپاره هغه د توان د پروژو پخپله څارنه هم كوي۔

پھ دې اړه ريويو لپاره تېرو دوه نيمو كلونو كښې د 30 څخه زياتې غونډې شوي په كومو كښې چې وزيراعظم محمد نواز شريف ته د برېښنا پروژو په اړه بريفنګ وركړې شوې۔وفاقي وزير ووئيل تر 2018 به خپل هدف ترمخه د برېښنا لوډشېډنګ ختمولې شي او هېواد ګښې به صارفينو ته غېر د تعطله برېښنا وركولې شي.