د بلوچستان اعلی وزير ثناﺀ الله خان زهري د كوئټې سول روغتون ته لاړ ۔

په ځانمرګې بريد كښې د ژوبل شويو تپوس پوښتنه ٬ د پېښې د ځائ څارنه ٬په كوئټه ښار كښې كومبنګ عمليات پېل كړي شوي۔ د آخري ترهګر تر خاتمې به په قلارنه كينو ۔ د اعلی وزير ثناﺀ الله خان زهري سول روغتون څخه بهر ميډيا سره خبرې

کوئټه (پاکستان نیوز پوائنٹ 09 اگست2016ء) د بلوچستان اعلی وزير ثناﺀ الله خان زهري د نهې په ورځ د كوئټې سول روغتون ته تللے او هلته ئې تېره ورځ په ځانمرګې بريد كښې د ژوبل شويو كسانو تپوس پوښتنه او د پېښې ځائې څارنه كړې ده ۔ په دې مهال اعلی وزير سره د تعليم صوبائي وزيرعبد الرحیم زیارتوال ، د نېشنل ګوند د صوبائي اسمبلۍ غړې حاجی اسلام بلوچ ، سناتور سعید الحسن مندوخیل ، د بلوچستان پخوانې سپيكر جمال شاہ کاکړ٬ د كوئټې دوهم كشمنر او نور اعلی چارواكي موجود وو۔

په دې مهال خبريالانو سره خبرو كښې ده ووئيل د اګست 8مه نېټه د بلوچستان وګړيو لپاره د افسوس او غم ورځ وه۔ ترهه ګرو په دې ورځ يو نسل تباه كړو۔ ولې مونږ په حق يو او زمونږ حوصلې جګې دي۔ ده ووئېل د شهيدانو وينه به ضرور رنګ راوړي۔ ده ووئيل ترهګر د بلوچستان امن له مينځه وړل غواړي ولې د قانون نافذ كوؤنكې ادارې به د اولس په مرسته د ترهه ګرو په نره مقابله كوي او د صوبې په ټولو سيمو كښې به د ترهه ګرو په ضد د كوم فرق نه غېر بشپړه كاروائۍ كوي۔

ده ووئيل كوئټه ښار كښې كومبنګ عمليات پېل شوي او د آخري ترهګر تر خاتمې به په قلار نه كينو۔ د يوې پوښتنې په ځواب اعلی وزير ووئيل بلوچستان كښې ترهه ګري د هند ايجنسي’’را‘‘ كوي ۔ د صوبائي داخله وزير سرفراز بګټي څلور ورځې وړاندې د ’’را‘‘ د لاس وهنې ثبوت په اړه ميډيا خبر كړې ؤه۔ بلخوا د کلبھوشن یادیو نيول هم بلوچستان كښې د’’را‘‘ د ككړېدو ثبوت دے۔(ص ف/ض ض/ګ ل/2037)