د امپورټ فارم موډیول پحقله د اېف بي آر او مركزي بانك ترمېنځه د تفاهم يادښت تاريخي ګام دے٬ هېواد ته به ګته ورسي٬ محصولات به زيات شي او درآمد كوٶنكې به هم مستفيد شي۔د خزانې وزير محمد اسحاق ډار اېف بي آر هاٶس كښې دستورې ته وېنا

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 09 اگست2016ء) د خزانې وزير محمد اسحاق ډار د امپورټ فارم موډیول پحقله د اېف بي آر او مركزي بانك ترمېنځه د تفاهم يادښت تاريخي ګام ګرځولو سره وئيلي دي دې سره به هېواد ته ګته ورسي٬ محصولات به زيات شي او درآمد كوٶنكې تاجران به هم مستفيد شي۔ده دا خبرې د نهې په ورځ په اېف بي آر هاٶس كښې دستورې ته وكړې ۔ په دې موقع د وزیراعظم رېونيو لپاره سلاحكار هارون اختر خان، د اېف بي آر چیئرمېن نثار محمد خان، د مركزي بانك ګورنر اشرف محمود وتھرا،د كسټم غړې ناصر مسرور احمد او نور اړوند چارواكي هم موجود وو۔

ده ووئيل حكومت چې كله اقتدار ترلاسه كړو نو معاشي صورتحال نا ؤړه وٶ او نړيوالي مالياتي ادارې پاكستان سره تجارت له چمتو نه وو۔ده ووئيل د اوسني حكومت لخوا د اصلاحات معرفي كولو په سوب معاشي استحكام راغلې ۔ ده ووئيل پاكستان نړيوال مالياتي فنډ په وړومبي ځل ترسره كړې ۔په دې موقع د مركزي بانك ګورنر هم دستورې ته وېنا وكړه۔ د دستورې په پائې كښې د مركزي بانك ګورنر او د اېف بي آر چيئرمېن د تفاهم په يادښت لاسليك وكړو ۔آئي فام موډيول به د ستمبر وړومبۍ نېټي كال 2016 څخه نافذ العمل وي۔