د بلوچستان اعلی وزير ثناﺀ الله خان زهري د كوئټې سول روغتون دوره ۔

په ځانمرګې بريد كښې د ژوبلو شويو تپوس پوښتنه ٬ د پېښې ځائې معائنه ٬په كوئټه ښار كښې مو كومبنګ عمليات پېل كړي دي۔ د آخري ترهګر تر خاتمې به آرام رانشي۔ د اعلی وزير ثناﺀ الله خان زهري سول روغتون څخه بهر ميډيا سره خبرې

کوئټه (پاکستان نیوز پوائنٹ 09 اگست2016ء) د بلوچستان اعلی وزير ثناﺀ الله خان زهري د نهې په ورځ د كوئټې سول روغتون دوره وكړه چرته چې ده تېره ورځ په ځانمرګې بريد كښې د ژوبلو شويو كسانو تپوس پوښتنه او د پېښې ځائې معائنه وكړه۔ په دې مهال اعلی وزير سره د تعليم صوبائي وزيرعبد الرحیم زیارتوال ، د نېشنل ګوند د صوبائي اسمبلۍ غړې حاجی اسلام بلوچ ، سېناتور سعید الحسن مندوخیل ، د بلوچستان پخوانې سپيكر جمال شاہ کاکړ٬ د كوئټې دوهم كشمنراو نور اعلی چارواكي موجود وو۔

په دې مهال خبريالانو سره خبرو كښې ده ووئيل د اګست 8مه نېټه د بلوچستان وګړو لپاره د افسوس او غم ورځ وه۔ ترهه ګور په دې ورځ وار كولو سره يو نسل تباه كړو۔ ولې مونږ په حق يو او زمونږ حوصلې جګې دي۔ د شهيدانو وينه به ضروري رنګ راوړي۔ ده ووئيل ترهګر د بلوچستان امن د منځه وړل غواړي ولې د قانون نافذ كوؤنكې ادارې به د اولس په مرسته د ترهه ګرو په نره مقابله كوي او د صوبې په ټولو سيمو كښې به د ترهه ګرو په ضد د كوم فرق نه غېر بشپړې كاروائۍ كوؤ۔

ده ووئيل كوئټه ښار كښې كومبنګ عمليات پېل شوي دي او د آخري ترهګر تر خاتمې به آرام رانشي۔ د يوې پوښتنې په ځواب اعلی وزير ووئيل بلوچستان كښې ترهه ګرۍ كښې هندي خفيه ايجنسي’’را‘‘ ككړ ده ۔ د صوبائي داخله وزير سرفراز بګټي څلور ورځې وړاندې صوبه كښې د ’’را‘‘ د لاس وهنې د ثبوت په اړه ميډيا ته خبر وركړې ؤ۔ بلخوا د کلبھوشن یادیو نيول هم بلوچستان كښې د’’را‘‘ د ككړ كېدو ثبوت دے۔ (وا/ګ ل/1932)