آپرېشن ضرب عضب څخه ترهګر په تېښته او وار خطا دي۔ د كوئټې پېښې ځپليو كورنيوسره د بشپړې خواخوږۍ څرګندونه كوؤ۔ چوهدری برجېس طاهر

آپرېشن ضرب عضب څخه ترهګر په تېښته او وار خطا دي۔ د كوئټې پېښې ځپليو كورنيوسره د بشپړې خواخوږۍ څرګندونه كوؤ۔ چوهدری برجېس طاهر

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 09 اگست2016ء) د كشمير او ګلګت بلتستان وفاقي وزير چوهدري برجېس طاهر وئيلي دي آپرېشن ضرب عضب څخه ترهګر په تېښته دي او دوئي وار خطا دي۔ د نهې په ورځ د پارلېمنټ هاؤس مخې ته ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل د وګړو د ځان او مال ساتنه د رياست ذمه واري ده۔ كله نه چې ضرب عضب عمليات پېل شوي دي ترهګر په تېښته دي او دوئي وار خطا شوي دي۔

ده ووئيل هېواد كښې 90 فيصد ترهه ګر ختم شوي دي۔ پاتې 10 فيصد به هم ډېر زر ختم كړے شي۔ وفاقی وزیر ووئيل د ترهه ګرۍ ختمولو له ټولې وسيلې كارولې شي۔ مونږ د كوئټې پېښې ځپليو سره بشپړه خواخوږي لرو۔ د كال 2013ء په مقابله كښې د امن صورتحال كښې ښكاره ښه والې رامخې ته شوې او راتلونكو څو مياشتو كښې به په دې قابو وموندلې شي۔ ده ووئيل حكومت به د كوئټې پېښه كښې ككړ ترهه ګر خپل انجام سره مخ كولو له تر آخري حد ځي۔