د كوئټې پېښه كښې پاكستان مخالف قوتونه ككړ دي۔ دښمن اقتصادي راهداري سرته رسېدل نه غواړي۔ د مسلم ليګ (ن) غړي جاوېد لطيف ميډيا سره خبرې

د كوئټې پېښه كښې پاكستان مخالف قوتونه ككړ دي۔ دښمن اقتصادي راهداري سرته رسېدل نه غواړي۔ د مسلم ليګ (ن) غړي جاوېد لطيف ميډيا سره خبرې

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 09 اگست2016ء) د مسلم ليګ (ن) غړي جاوېد لطيف وئيلي دي د كوئټې پېښه كښې پاكستان مخالف قوتونه ككړدي۔ دښمن نه غواړي چې اقتصادي راهداري سرته ورسي۔ ده د نهې په ورځ ميډيا سره خبرې كولې۔ ده ووئيل مونږ د جنګ په حالت كښې يو۔ خپلو كښې اختلاف سره پاكستان كمزورې كيږي۔ د ترهه ګرو په ضد به ټولو له يو موټې كېدو سره جنګ كول وي۔ ده ووئيل د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې وركړې شوې قربانۍ به بې ځايه نه ځي۔ ده ووئيل ژوندي قامونه د ترهه ګرۍ په نره مقابله كوي او مونږ هم ترهه ګرو څخه وېرېدونكي نه يو۔ ولې چې د تېښتې لاره خپلوونكي ترهه ګر آخري ساګانې اخلي او ډېر زر به د دوئي نوغې ووېستلې شي۔