د مذهبي چارو وزارت د حج په ورځو كښې د شكايتونو په سمدستي حل لپاره د اليكټرانك مانيټرنګ نظام وضع كړے

د مذهبي چارو وزارت د حج په ورځو كښې د شكايتونو په سمدستي حل لپاره د اليكټرانك مانيټرنګ نظام وضع كړے

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 09 اگست2016ء) د مذهبي چارو وزارت د حج په ورځو كښې د شكايتونو په سمدستي حل لپاره د اليكټرانك مانيټرنګ نظام وضع كړے۔ د دې نظام د لارې به د آرګنائزېزر د كاركردګۍ جاج هم اخستلې شي۔ د وزارت ذريعو ووئيل چې دا نظام د پاكستان انفارمېشن ټېكنالوجۍ بورډ تيار كړے او دې نظام سره به د حج په انتظاماتو كښې مرسته هم ترلاسه شي او حاجيان به هم د دې نظام څخھ ګټه ترلاسه كړي او د شكاياتو به په ښه توګه ازاله وشي۔ د دې نظام له مخې به د حاجيانو د شكاياتو په مخ نيوي او په دې په كاروائۍ كولو كښې مرسته ترلاسه شي۔ حاجيان به خپل شكايت رجسټر كوي په كوم به چې ضروري كاروائي كولې شي او حاجيانو ته به د دې كاروائۍ اطلاع د اېس اېم اېس د لارې وركولې شي۔