په مقبوضه کشمیر كښې د جبر او ظلم ښكار كشميريانو غږ جوړېدل زمونږ فرض دے٬

نړۍد كشميريانو د حالت او د جائز هلو ځلو نه خبرولو كښې به هېڅ ډول بې غوري نه كوم٬ دخپلواكۍ حق د كشميريانو بنيادي حق دے۔ د وزيراعظم نواز شريف د ملګرو ملتونو دعمومي اسمبلۍ كلنې غونډې تيارۍ پحقله غونډې ته وېنا

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 09 اگست2016ء) وزیراعظم محمد نواز شریف وئيلي دي چې په مقبوضه کشمیر كښې د جبر او ظلم ښكار كشميريانو غږ جوړېدل زمونږ فرض دے٬ نړۍ د كشميريانو د حالت او د جائز هلو ځلو نه خبرولو كښې به هېڅ ډول بې غوري نه كوم۔ د نهې په ورځ وزیراعظم هاؤس كښې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ تيارۍ پحقله د غونډې مشرۍ كولو سره ده ووئيل چې په مقبوضه کشمیر كښې د كشميريانو د خپلواكۍ حق نفي د ملګرو ملتونو په پرله پسې ناكامو كښې يوه ناكامي ده۔

وزیراعظم ووئيل چې د خپلواكۍ حق د كشميريانو بنيادي حق دے او د دې مقصد ترلاسه كولو له به زه مقبوضه كشمير كښې د كشميري اولس مرستې له هر ډول هڅې كوم۔ د وزیراعظم د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزیز، د وزیراعظم خاص مرستيال طارق فاطمي، خارجه سېكتر اعزاز احمد چوهدري، په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان دائمي استازې ډاكټر مليحه لودهي ٬ امريكا كښې د پاكستان سفير جلیل عباس جېلاني او نورو سينئر چارواكو هم په غونډه كښې ګډون وكړو۔

په غونډه كښې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ راتلونكې غونډه كښې په شاملېدونكې اېجنډا غور وشو كومه كښې چې د وزیراعظم ګډون متوقع دے۔ په غونډه كښې په دې خبره ټينګار وشو چې كشمير پرله پسې د ملګرو ملتونه نامكمل اېجنډا ده٬ دې لپاره هند له احساس پكار دے چې كشمير د ھغوي كورنۍ نه بلكې د سيمه ايز او نړيوال تشويش معامله ده .