ملګرو ملتونو د كوئټې سول روغتون كښې په بمي چاؤدنه كښې د بېګناه وګړيو په مړينه غمرازي ښكاره كړه ، په دې سخت وخت كښې د پاکستان اولس سره اوږه په اوږه ولاړ يو، وياند

ملګرو ملتونو د كوئټې سول روغتون كښې په بمي چاؤدنه كښې د بېګناه وګړيو په مړينه غمرازي ښكاره كړه ، په دې سخت وخت كښې د پاکستان اولس سره اوږه په اوږه ولاړ يو، وياند

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 09 اگست2016ء) ملګرو ملتونو د كوئټې سول روغتون كښې په بمي چاؤدنه كښې د بېګناه وګړيو په مړينه د غمرازۍ څرګندونه كړې ده ۔ د نهې پھ ورځ پاکستان كښې د ملګرو ملتونو دفتر وئيلي دي په دې سخت وخت كښې د پاکستاني اولس سره اوږه په اوږه ولاړ يو۔ بيان له مخې وياند ووئيل پاکستان كښې عدالتی نظام او د رايو پھ آزادۍ د بريد سخته غندنه كوو۔ ده ووئيل د نړيوال بشري قوانین ترمخه د جنګ په مهال په روغتونونو بريدونه په سختۍ سره منع دي ، بايد د ټولو روغتونونو او طبی عملې احترام او تحفظ وكړې شي۔