د كوئټې پېښه زمونږ سترګو غړولو لپاره لويه پېښه ده ٬ ذمه وار به په هر ډول په ګوته كول وي ۔مولانا فضل رحمان

د كوئټې پېښه زمونږ سترګو غړولو لپاره لويه پېښه ده ٬ ذمه وار به په هر ډول په ګوته كول وي ۔مولانا فضل رحمان

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 09 اگست2016ء) د جمعیت علمائے اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمٰن وئيلي دي د كوئټې پېښه زمونږ سترګو غړولو له لويه پېښه ده ٬ ذمه وار به په هر ډول په ګوته كول وي۔د نهې په ورځ ميډيا سره خبرو كښې مولانا فضل الرحمٰن ووئيل د هر ډول ترهه ګرۍ پېښې نه پس تور په " را" لګولې شي خو پوښتنه دا ده چې د دې مخنيوي به څوك كوي ۔

قامي اسمبلۍ كښې د محمود خان اچکزئۍ بيان پحقله د پوښتنې په ځواب كښې مولانا فضل الرحمن ووئيل يوازې په بيان وركولو زمونږ غاړه نه خلاصېږي٬ كوئټه كښې لويه پېښه شوې٬ ده ووئېل د حكومت كار دے چې ذمه وار په ګوته كړي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې مولانا فضل الرحمان ووئيل ترهه ګري يو لوې چېلنج دے٬ حكومت دې كوټلې لائحه جوړ كړي او د امنيت په لړ كښې بې غوري لرې كولو لپاره دې لائحه عمل جوړ كړي۔