وزیراعظم قامي لائحې په حقله تفصيلي غور كولو لپاره د اعلې پائې غونډه سبا روابلله د انتها خوښې او ترهه ګرۍ په ضد بشپړه نتيجو له د قانون نافذ كوٶنكو ادارو٬

صوبائي اووفاقي حكومتونو ترمېنځه كوټلې مرستې ته اړتيا ده ٬ پاکستان به د ترهه ګرۍ او انتهاخوښۍ نه خوندي كولې شي ٬ هېواد په سم لورې روان دے٬ هر وګړې به د يو محفوظه٬مستحكم او سوكاله پاكستان د مېوو نه مستفيد كولې شي ۔ د وزیراعظم محمد نوازشریف دكورنۍ سلامتيا او د نېشنل اېكشن پلان د عملدرآمد جاج اخستو غونډې ته وېنا

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 09 اگست2016ء) وزیراعظم محمد نوازشریف د انتها خوښې او ترهه ګرۍ په ضد د بشپړه نتيجو ترلاسه كولو لپاره د قانون نافذ كوٶنكو ادارو٬ صوبائي او وفاقي حكومتونو ترمېنځه د كوټلې مرستې په حاجت زور راوړے دے ۔ ده دا خبرې په وزيراعظم هاٶس كښې د كورنۍ سلامتيا او د نېشنل اېكشن پلان د عملدرآمد جاج اخستو غونډې مشرۍ كولو په مهال كړې ۔

غونډه كښې د هېواد د كورنۍ سلامتيا په وضعه او د نېشنل اېكشن پلان په بېلا بېلو اړخونو تفصيلي غور وشو۔د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان او د قامي سلامتيا سلاحكار لېفټېننټ جنرال (ر) ناصر خان جنجوعه وزیراعظم خبر كړو چې څنګه ترهه ګر تنظيمونه آسان هدفونه په نښه كوي۔غونډه كښې دا خبره نوټ كړې شوه چې فاټا كښې د ضرب عضب عملياتو د كاميابو نتيجو ترلاسه كېدو نه پس ترهه ګر د مايوسۍ په عالم كښې اوس رياستي ادارې نه اولسي ځايونه په نښه كوي ۔

وزیراعظم ووئيل مونږ د يوې نظريې كومه چې زمونږ د ژوند انداز بدلول غواري په ضد د جنګ په حالت كښې يو۔ ده ووئيل حكومت به دا خبره باوري كولو له ټول ضروري ګامونه پورته كوي چې په كوئټه پېښه كښې بهېدلې وينه به عبث لاړه نشي ۔ده د قانون نافذ كوٶنكو ادارو سره سره د صوبائي حكومتونو او وفاقي حكومت ترمېنځه د كوټلو رابطو په حاجت ټېنګار كړې دغسې چې په لږ وخت كښې د زياتو نه زياتې نتيجې ترلاسه شي۔

وزیراعظم هېواد د ترهه ګرۍ او انتها خوښۍ څخه محفوظولو له د عزم څرګندونه وكړه ۔ده ووئيل هېواد په سم لوري روان دے٬ هر وګړې به د يو محفوظ٬ مستحكمه او سوكاله پاكستان ګټې څخه د مستفيد كېدو جوګه كولې شي ۔ ده ووئيل ترهه ګر غواړي چې قام كښې اړي ګړي او نفاق رامخې ته كړي خو ټول قام د پاكستان ټولنې څخه د ترهه ګرۍ لعنت خاتمې له يو موټې دې او د حكومت مرسته كوي ۔ وزیراعظم سبا د قامي لائحه عمل پحقله تفصيلي غور له د لوړې كچې غونډې رابللو پرېكړه كړې ۔غونډه كښې د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحق ډار٬ د وزیراعظم د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزیز، د وزیراعظم خاص مرستيال سید طارق فاطمي او نورو چارواكو ګډون وكړو۔(ص ف/ض ض/ګ ل/1624)