پھ كوئټھ كښې ترهه ګري افسوس ناكه پیښه ده بايد د داسې پیښو مخ نيوي لپاره په پريكړوكښې اولس شامل كړی شي۔د پاكستان تحريك انصاف د قامي اسمبلۍ غړي امجد علي خان دكوئټې په پیښه په بحث كښې برخه اخستلو سره خبرې

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 09 اگست2016ء) د پاكستان تحريك انصاف د قامي اسمبلۍ غړي امجد علي خان وئېلي دي چې پھ كوئټھ كښې ترهه ګري افسوس ناكه پیښه ده بايد د داسې پیښو مخ نيوي لپاره په پريكړو كښې اولس شامل كړی شي۔د نهې پھ ورځ د قامي اسمبلۍ پھ غونډه كښې د كوئټې پھ پیښه بحث پیل كولو سره د پي ټي آئي غړي امجد علي خان ووئيل چې تر څو چې پھ پريكړو كښې مونږ اولس شامل نه كړو٬مونږ به مړي پورته كوو۔ده ووئيل چې هند په پاكستان كښې چې په كومو پیښو كښې ككړ دے٬نړۍ ته يې د وړاندې كولو ضرورت دے۔ده ووئيل چې د اے پي سي د پريكړو له مخې دې نېشنل ايكشن پلان عملي كړی شي.