د قامي اسمبلۍ سپيكر د پارلمان سينئر غړو ته په غدار وئېلو پيمرا ته د نوټس اخستلوهدايت وكړو

د قامي اسمبلۍ سپيكر د پارلمان سينئر غړو ته په غدار وئېلو پيمرا ته د نوټس اخستلوهدايت وكړو

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 09 اگست2016ء) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د پارلمان سينئر غړو ته په غدار وئېلو پيمرا ته د نوټس اخستلو هدايت كړې۔ډ نهې پھ ورځ د قامي اسمبلۍ په غونډه كښې د كورنو وفاقي وزير اكرم خان دراني ووئيل چې د ځينې ټي وي چينلو په پروګرامونو كښې يو تجزيه كار محمود خان اچكزي٬مولانا فضل الرحمان او عاصمه جهانګير ته غدار وئېلي۔سپيكر دې د دې پروګرام راپور طلب كړي كه دغه تجزيه كار د دې خلكو د غدارۍ په اړه ثبوت ولري نو بايد وړاندې دې كړي۔د دې په ځواب كښې سپيكر ووئيل چې كومو انكرانو او تجزيه كارو په مهمو شخصياتو تورونه لګولي د اطلاعاتو او خپرونو وزارت دې پيمرا ته اووئي چې د دې نوټس واخلي۔