لېفټېننټ جنرال (ر) ناصر خان جنجوعه سره د تركيې سفير وليدل

لېفټېننټ جنرال (ر) ناصر خان جنجوعه سره د تركيې سفير وليدل

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ 4مئ2017ء) د قامي سلامتيا سلاحكار لېفټېننټ جنرال (ر) ناصر خان جنجوعه ووئيل تركيه زمونږ عظيم دوست دے او دواړه هېوادونه ځلنده سباٶن لري۔ دا خبرې ده د زيارت په ورځ پاكستان كښې د تركيې سفير بابر ګرګن سره ملاقات كښې وكړې۔د قامي سلامتيا سلاحكار د دواړو هېوادونو ترمېنځه په دوه اړخيزه اړيكو د اطمينان څرګندونه كولو سره د دې اړيكو لا مستحكم كولو كښې د خوښۍ څرګندونه وكړه۔

د تركيې سفير په دې موقع ناصر خان جنجوعه ته په تركيه كښې رېفرنډم ٬ د سوريې په تازه صورتحال او د تركيې اولس مشر د هند اوسنۍ دورې په اړه بريفنګ وركړو۔د سي پېك او مېنځنۍ آسياء د رياستونو حواله وركولو سره ده ووئيل پاكستان ٬ ايران او تركيه په جغرافيائي لحاظ سره ډېر اهميت لري ځكه چې دا هېوادونه اروپائي او نورې نړۍ سره د رابطو مهمه ذريعه ده۔سفير ووئيل تركيه په نړيوال فورمونو كښې به د پاكستان او د كشمير كشالې حمايت دوام دار ساتي۔