اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 08 اگست 2016ء) وزيراعظم محمد نواز شريف ټولو رياستي ټولو امنيتي ادارو ته سپارښتنه كړی ده چې هغوي د ترهه ګرو خاتمې له په بشپړ طاقت كاروائي وكړئ٬ترهه ګر آسان هدفونه په نښه كوي٬د كومو چې پھ جديد او كوټلې ډول موثره ځواب وركول پكار دي۔ده د ګل په ورځ پھ بلوچستان ګورنر سېكرټرېټ كوئټھ كښې د يو ناڅاپي غونډې مشري كوله۔
غونډه كښې وزيراعظم ته پھ سول روغتون د ترهه ګرو د بريد څخه د رامخې ته شوي وضعې په اړه بريفنګ وركړی شو۔غونډه كښې د پاك پوځ سرلښكر جنرال راحيل شريف د بلوچستان ګورنر محمد خان اچكزئي٬وزيراعلٰی ثناﺀ الله زهري٬جنرال عامر رياض٬د آئي اېس پي آر ډي جي عاصم سليم باجوه٬د وزيراعظم د قامي سلامتيا سلاحكار ناصر جنجوعه٬د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سناتور پروېز رشيد٬ډي جي ملټري آپرېشنز او نورو چارواكو ګډون وكړو۔
د بلوچستان چيف سېكتر سېف الله چټه وزيراعظم ته بريفنګ وركړو۔پھ دې مهال وزيراعظم ووئيل د تېرو دريو كلونو راهسې بلوچستان كښې د امن وضعه پرله پسې ښه شوې ده او دا خفګاني پېښه د قام عزم كمزورې كولې نه شي۔ده ووئيل پھ دې كښې هېڅ شك نشته چې د پاكستان دښمن د چين او پاكستان اقتصادي راهدارۍ په ضد ولاړ دے۔ده ووئيل د پاك پوځ سرلښكر په مشرۍ كښې پوځ د سي پیك په اړه د پېښو امنيتي خطرو مخ نيوي له په غوره ډول كار كوي۔
ده ووئيل وفاقي او صوبائي حكومتونه فرنټيئر كانسټېبلري او د ترهه ګرۍ مخ نيوي سي ټي ډي څانګې استعداد زياتولو له به آسانۍ وركوو۔وزيراعظم ووئيل مونږ به د ترهه ګرۍ د نړيوالو خطرو خاتمې له په زړه پورې هڅې كوو۔پھ دې لړ كښې وفاقي او صوبائي قانون نافذ كونكو ادارو او د استخبارتي څانګو يو فعاله مېكنزم به جوړولې شي او د دې فريم ورك به د شته آسانيو سره ملاتړ كولې شي۔وزيراعظم د بلوچستان اعلٰی وزير ته په دې لړ كښې د يو كوټلي راپور وړاندې كولو امر وكړو۔د دې نه وړاندې وزيراعظم د كوئټې سي اېم اېچ ته لاړو او د ترهه ګرۍ په بريد كښې د ژوبل شويو تپوس پوښتنه يې وكړه.