د بلوچستان وزيراعلٰی نواب ثناﺀالله زهري سره د پنجاب ګورنر محمد رفيق رجوانه او د سندھ وزيراعلٰی مردا علي شاه ټېليفون تماس٬كوئټھ كښې د شوي بمي چاودنې په سختوټكو غندنه

د بلوچستان وزيراعلٰی نواب ثناﺀالله زهري سره د پنجاب ګورنر محمد رفيق رجوانه او د سندھ وزيراعلٰی مردا علي شاه ټېليفون تماس٬كوئټھ كښې د شوي بمي چاودنې په سختوټكو غندنه

كوئټھ (پاکستان نیوز پوائنٹ 08 اگست 2016ء) د بلوچستان وزيراعلٰی نواب ثناﺀالله زهري سره د پنجاب ګورنر محمد رفيق رجوانه او د سندھ وزيراعلٰی مردا علي شاه د ګل په ورځ ټېليفونې تماس نيولې او كوئټھ كښې د شوي بمي چاودنې ئې په سختو ټكو غندنه كړې ده ۔ده ووئيل د پنجاب او سندھ اولس پھ دې سخت وخت كښې د بلوچستان اولس سره پھ غم كښې ولاړ دي۔دوي پھ دې پیښه د خواخوږۍ او يو والي څرګندونه كولو سره ووئيل ټول قام د ترهه ګرۍ په ضد يو موټې دے۔ د بلوچستان وزيراعلٰی نواب ثناﺀالله زهري د پنجاب ګورنر محمد رفيق رجوانه او د سندھ وزيراعلٰی مردا علي شاه لخوا د يو والي او خواخوږۍ په څرګندونه د دوي مننه وكړه۔