د بلوچستان ګورنر كوئټھ كښې پھ بې ګناه ځاني زيان د افسوس څرګندونه وكړه

د بلوچستان ګورنر كوئټھ كښې پھ بې ګناه ځاني زيان د افسوس څرګندونه وكړه

كوئټھ (پاکستان نیوز پوائنٹ 08 اگست 2016ء) د بلوچستان ګورنر محمد خان اچكزئي د كوئټې په سول روغتون كښې په شوي بمي چاودنه كښې پھ بې ګڼاه ځاني زيان د افسوس څرګندونې سره پیښه په سختو ټكو غندلې ده ۔ده د غمرازۍ په خپل بيان كښې د ترهه ګرۍ دا پیښه بدترين فعل ګرځولو سره ووئيل داسې درندګانو ته انسان وئېل مناسب نه دي۔د ترهه ګرو ناپاك عزائم خاورې كولو لپاره ټول قام ته يو موټې كېدو ته اړتيا ده۔

ده ووئيل په پیښه كښې د وكيلانو او مېډيا سره تعلق لرونكو كسانو مړينه افسوس ناكه ده۔ګورنر ووئيل د يو موټې ترهه ګرو دا ډول ناوړه عزائم به په هېڅ صورت كامياب نه شي۔ده قانون نافذ كونكو ادارو ته سپارښتنه وكړو په پېښه كښې ككړ ترهه ګر انصاف سره مخ كړۍ۔د بلوچستان ګورنر د ترهه ګرۍ په دې پیښه كښې د مړو شويو كسانو كورنيو سره غمرازي ښكاره كړه او د ژوبل شويو زور روغتيا لپاره ئې دعا وكړه۔