اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 08 اگست 2016ء) د كورنيو چارو دوهم وزير انجينئر بلیغ الرحمان د كوئټې پېښې پحقله قامي اسمبلۍ ته تفصيلات وړاندې كوولو كښې ووئيل تر اوسه د ترلاسه شويو اطلاعات له مخې په بمي چاودنه كښې 69 كسان مړه او 90 نه زيات ژوبل شوې دي ۔د ګل په ورځ قامي اسمبلۍ غونډه كښې خپل وړومبي بيان كښې ده ووئيل ترهه ګرو سهار وختي د بلوچستان بار په صدر بلال انور کاسي بريد كړې ؤ دغسې د وكيلانو ٬ پوليس اهلكارو پشمول نور خلق روغتون كښې راجمع وو چې ځانمرګي بريد پرې وشو او په ترڅ كښې ئې 69 كسان مړه او د 90 نه زيات ژوبل شول۔
انجينئر بلیغ الرحمان د كوئټې پېښې پحقله قامي اسمبلۍ ته تفصيلات وړاندې كړه
9 کال لومړی