قامي اسمبلۍ كښې د معمول كاروائۍ په ځائ كوئټه كښې د بمي چاٶدنې او په ځائي زيان خبرې وشوې

قامي اسمبلۍ كښې د معمول كاروائۍ په ځائ كوئټه كښې د بمي چاٶدنې او په ځائي زيان خبرې وشوې

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 08 اگست 2016ء) قامي اسمبلۍ كښې د معمول كاروائۍ په ځائ كوئټه كښې د بمي چاٶدنې او په ځائي زيان خبرې وشوې ۔ د ګل په ورځ قامي اسمبلۍ كښې سپيكر سردار ایاز صادق د غونډې په پېل كښې ووئيل كوئټه كښې په بمي چاٶدنه كښې د 65 نه زيات كسان مړه او د سلو نه زيات ژوبل شوې دي۔د قامي اسمبلۍ د هاٶس بزنس اېډوائزيري كمېټۍ په غونډه كښې پرېكړه شوې چې د معمول كاروائي دې معطل كړې شي او د رول لمبر 259 له مخې په دې پېښه دې بحث وكړې شي ۔ زاهد حامد تحریك وړاندې كړو د پوښتنو دمې او د اېجنډې چارو په ځائ دې په دې معامله بحث وكړې شي دغسې ايوان د تحريك منظوري وركړه۔