اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ 3مئ2017ء) د موسمیاتی بدلون وفاقی وزیر زاهد حامد وئيلي دي چې سول سوسائټی د موسمیاتی بدلون خطر مخنيوي له په پیرس لوظنامه د عملدرآمد په لړ كښې مهم کردار ترسره كولې شي۔ وفاقی وزیر زاهد حامد د موسمياتي بدلون لپاره د سول سوسائټۍ کولېشن پرانستې دستورې ته خطاب كولو۔ ده ووئيل وزارت به د سول سوسائټۍ کولېشن آئیډیاز بشپړه مرسته كوي۔
ده ووئيل د موسمیاتی بدلون وزارت مټیګېشن او اډپټېشن په اړه په پالیسو عملدرآمد له د سول سوسائټۍ مرستې ته اړتيا ده۔ ده په سول سوسائټۍ زور راوړو چې د پیرس په لوظنامه عملدرآمد له خپل کردار ترسره كړي۔ وفاقی وزیر د موسمیاتی بدلون اثراتو مخنيوي له د پاکستان د اړخه شوې هڅې رامخې ته كولو سره ووئيل په دې اړه ګڼ اقدامات شوي دي چې پكښې د پیرس لوظنامې توثیق او موسمیاتی بدلون ایکټ منظوری شامله ده۔ ده ووئيل د موسمیاتی بدلون وزارت پالیسۍ د كوټلې پرمختيائي اهداف له مخې دي۔ د شريكو ګټو كونسل د قامی جنګلاتو پالیسۍ منظوری وركړې شوې۔ د دې نه ځانله د ځنګلو او ځنګلي ځناورو تحفظ او ودې له د وزیراعظم ګرین پاکستان پروګرام هم پيل كړے شوے۔