د كورنيو چارو وزارت لخوا د جعلي شناختي كارډونو خاتمې لپاره د كمپائن د ډاډ وړ نتيجې رامخې ته شوې ٬د لاكهونو پھ شمېر وګړيو نادرا سره تصديق لپاره رجوع كړی٬

د كمپائن په مهال تراوسه 30 زره غېر متعلقه كسان پھ ګوته شوي٬راتلونكې مياشت به د جعلي شناختي كارډ لرونكو پھ ضد كاروائي پېل كولې شي۔د كورنيو چارو وزير اړوندو څانګو ته د چمتو والي نيولو امر

د كورنيو چارو وزارت لخوا د جعلي شناختي كارډونو خاتمې لپاره د كمپائن د ډاډ وړ نتيجې رامخې ته شوې ٬د لاكهونو پھ شمېر وګړيو نادرا سره تصديق لپاره رجوع كړی٬
د كمپائن په مهال تراوسه 30 زره غېر متعلقه كسان پھ ګوته شوي٬راتلونكې مياشت به د جعلي شناختي كارډ لرونكو پھ ضد كاروائي پېل كولې شي۔د كورنيو چارو وزير اړوندو څانګو ته د چمتو والي نيولو امر

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 08 اگست 2016ء) د كورنيو چارو وزارت لخوا د جعلي شناختي كارډونو خاتمې لپاره د تصديق كمپائن د ډاډ وړ نتيجې رامخې ته شوي دي٬د لاكهونو پھ شمېر وګړيو د نادرا تصديق لپاره رجوع كړی ده ٬د كمپائن په مهال تراوسه 30 زره غېر متعلقه كسان پھ ګوته شوي دي ٬راتلونكې مياشت به د جعلي شناختي كارډ لرونكو پھ ضد كاروائي پېل كړې شي۔

د كورنيو چارو وزير اړوندو ادارو ته د چمتو والي نيولو امر كړی دې ٬د شناختي كارډونو تصديق لپاره د 6 مياشتو وخت وركړی شوې وو٬وړومبۍ مياشت ختمه شوې۔د ګل په ورځ د كورنيو چارو وزارت اړوندو چارواكو ووئيل د جعلي شناخت كارډ لرونكو لټولو او نيولو لپاره نادرا د كورنيو چارو وزير په امر كار كوي٬د ټول هېواد څخه اولس د تصديق كمپائن كښې بشپړه برخه اخستې٬كه هر څو وړومبنۍ 15 ورځې ډېټا نه وه خو بيا هم پھ 15 ورځو كښې چې كوم كار شوې٬په دې كښې نادرا ته د اولس لخوا 26 لكه اېس اېم اېس ترلاسه شوي د كومو د لارې چې وګړيو د خپلو شناختي كارډونو او كورنۍ تصديق لپاره پیغامونه رالېږلې دي٬ دوي ووئېل د دې سره 18 لكه نور پیغامونه هم نادرا ته ترلاسه شوي۔

په دې كښې چې كومو شناختي كارډونو ته پام شوې شمېره يې 2 كروړه 24 لكه ده دغسې پھ وړومبۍ مياشت كښې د ټولو شناختي كارډونو په پنځو كښې د يوې برخې كار ترسره شوې۔د چارواكو له مخې پھ هېلپ لائن 40 زره ټېليفونونه شوي او تراوسه 30 زره غېر متعلقه خلق په ګوته كړې شوي ۔په دې كښې په څلورو كښې يو غېر متعلقه خلق پاكستانيان نه دي بلكې غېر ملكيان دي٬ چارواكو ووئېل دا كمپائن چې څومره وړاندې ځي د دې خلكو شمېره به زياتېږي۔

راتلونكې مياشت به د جعلي شناختي كارډ په ګوته كوونكو له لس زره روپۍ انعام وركول هم پیل شي او دې سره به كمپائن لا ګړندې شي۔د چارواكو له مخې د جعلي شناختي كارډونو ختمول د قامي سلامتيا ضرورت دے۔سږ كال تراوسه د 1 لك 11 زرو څخه زيات جعلي شناختي كارډونه بلاك كړی شوي دي۔