اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 08 اگست 2016ء) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي د تحقيق او نوې ټېكنالوجۍ د لارې د لويو پروژو څارنه پھ ښه ډول كېدې شي٬سپاركو سره پھ ګډه دې د اقتصادي لارې د پروژو څارنه وكړی شي۔د ګل په ورځ پھ پلاننګ كميسون كښې غونډې ته په خپله وېنا كښې ده ووئيل د پلاننګ كميسون كار د لويو پروژو څارنه كول او دا پروژې په وخت عملي كول دي۔
ده ووئيل د څارنې د ښه نظام د لارې د پرمختيائي كارونو معيار ښه كېدې شي۔احسن اقبال ووئيل د څارنې نظام د قوي كولو ضرورت دے چې دغسې پھ وخت د پروژو ترسره كېدو له مرسته تر لاسه شي۔ده ووئيل د پروژو ځنډېده په اقتصادي پرمختګ آغېز برېباسي او د وسيلو زيان كېږي۔احسن اقبال امر وكړو چې سپاركو سره په ګډه دې د لويو پروژو څارنه وكړی شي.