د وزيراعظم مرستيال او د قانون انصاف دوهم وزير بېرسټر ظفرالله خان كوئټھ كښې دبمي چاودنې او ډزو د پیښې غندنه وكړه

د وزيراعظم مرستيال او د قانون انصاف دوهم وزير بېرسټر ظفرالله خان كوئټھ كښې دبمي چاودنې او ډزو د پیښې غندنه وكړه

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 08 اگست 2016ء) د وزيراعظم مرستيال او د قانون انصاف دوهم وزير بېرسټر ظفرالله خان كوئټھ كښې په سول روغتون كښې د بمي چاودنې او ډزو د پیښې په سختو ټكو كښې غندنه كړی ده چې په نتيجه كښې يې ګڼ شمېر كسان مړھ شوي دي ۔پھ خپل بيان كښې ده ووئيل د ترهه ګرۍ پھ دې پیښه كښې ككړ كسان به څرګندولې شي كوم چې د هېواد په پرمختګ كښې خنډان جوړیږي۔ده ووئيل دا افسوس ناكه پیښه ده چې ترهه ګرو روغتون په نښه كړی۔ده ووئيل ټول قام د وكيلانو او خبريالانو ورورولۍ سره د يو والي څرګندونه كوي۔ده دعا وكړه چې لوے څښتن دې پھ حق رسېدليو له د خپل رحم په پلو كښې ځاې او غم جنو كورنيو له د زغم توفيق وركړي۔