وفاقي حكومت د تعليم او روغتيا پشمول په بېلا بېلو سماجي څانګو كښې د لا آسانيووركولو لپاره ګامونه پورته كوي٬

د مالي كال 17-2016 پرمختيائي پروګرام په نتيجه كښې به هېواد كښې د پرمختګ او سوكالۍ نوې دور پیل شي٬د سماجي او انساني پرمختګ پروژو او د توان اوبو او خوراك په اړه سرمايه كارۍ سره به د اولس ژوند ښه شي۔د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او اصلاحات وزارت

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 08 اگست 2016ء) وفاقي حكومت د تعليم او روغتيا پشمول په بېلا بېلو سماجي څانګو كښې د لا آسانيو وركولو لپاره ګامونه پورته كولې شي ٬د مالي كال 17-2016 پرمختيائي پروګرام په نتيجه كښې به هېواد كښې د پرمختګ او خوشحالۍ نوې دور پیل شي٬د سماجي او انساني پرمختګ پروژو او د توان اوبو او خوراك په اړه سرمايه كارۍ سره د اولس د ژوند ښه شي۔

د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او اصلاحات وزارت چارواكو اے پي پي ته ووئيل حكومت قامي وسيلې د اولس پھ خېرښېګړه لګولو او د هېواد پرمختګ لپاره رښتينې حكمت عملي خپلوي او د دې نتيجې راتلل پېل شوي دي۔ ده ووئېل د لوډشېډنګ خاتمې په ګرانۍ قابو موندلو او د بې روزګارۍ ختمولو لپاره چې كوم ګامونه پورته كړې شوي د اولس لخوا ستائېلې كېږي۔چارواكو ووئيل وفاقي حكومت د توان څانګې بهترۍ لپاره 157 اربه روپۍ بېلې كړی دغسې د ټرانسپورټ او كميونيكېشن لپاره 260 اربه روپۍ د اوبو لپاره 32 اربه روپۍ٬ فزيكل پلاننګ او هاؤسنګ لپاره 18 اربه روپۍ٬لوړو زده كړو او تعليم لپاره 29 اربه روپۍ٬روغتيا او آبادۍ لپاره 30 اربه روپۍ او د سماجي څانګې نورو پروژو لپاره 11 اربه روپۍ بېلې كړی شوي دي۔

د چارواكو له مخې د وفاقي حكومت لخوا د هېواد د تاريخ تر ټولو لويې پرمختيائي پروګرام د وژن 2025 عملي كولو برخه ده چې له مخې به يې پاكستان تر كال 2025م د نړۍ په لويو لسو معيشتونو كښې شامل شي۔