د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سناتور پروېز رشيد په كوئټھ كښې د ترهه ګرۍ د بريدسخته غندنه وكړه

د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سناتور پروېز رشيد په كوئټھ كښې د ترهه ګرۍ د بريدسخته غندنه وكړه

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 08 اگست 2016ء) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سناتور پروېز رشيد په كوئټھ كښې د ترهه ګرۍ د بريد سخته غندنه كړی ده پھ كومه كښې چې د وكيلانو او د مېډيا كارمندانو پشمول بې ګناه وګړي په حق رسېدلي دي ۔ده ووئيل د بې ګناه وګړيو قتل سخت ظلم دے او د ترهه ګرۍ په دې بريد كښې ككړ مجرمان د امن٬پرمختګ او خوشحالۍ دښمنان دي۔

د پاكستان اولس د هېواد د دښمنانانو عزائم ناكامه كولو لپاره پوخ عزم لري۔وفاقي وزير ووئيل حكومت به د خپلې خاورې نه د وروستي ترهه ګر تر خاتمې په قلاره نه كيني او د امن د دښمنانو په ضد به سخته كاروائي كولې شي۔ده ووئيل د ترهه ګرۍ او انتها خوښۍ پھ ضد جنګ كښې به د پاكستاني اولس قربانۍ بې ضائع كېدو له ورنه كړی شي۔ده د شهيدانو كورنيو سره غمرازي ښكاره كړه۔وفاقي وزير د شهيدانو لويو درجو او د ژوبل شويو زر روغتيا لپاره دعا وكړه.