ترهه ګر او د ھغوي سهولت كار به نه بخښو ٬

په امنيتي چارو كښې هېڅ ډول بې غوري به ونه زغملې شي ٬ په سول روغتون كښې بې ګناه وګړي په نښه كړې شوي۔ دبلوچستان داخله وزير سرفراز بګټي خبرې

ترهه ګر او د ھغوي سهولت كار به نه بخښو ٬
په امنيتي چارو كښې هېڅ ډول بې غوري به ونه زغملې شي ٬ په سول روغتون كښې بې ګناه وګړي په نښه كړې شوي۔ دبلوچستان داخله وزير سرفراز بګټي خبرې

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 08 اگست 2016ء) د بلوچستان داخله وزير سرفراز بګټي وئيلي دي ترهه ګر او د ھغوي سهولت كار به ونه بخښلې شي ٬ په امنيتي چارو كښې به هېڅ ډول بې غوري ونه زغملې شي ٬ په سول روغتون كښې بې ګناه وګړي په نښه كړې شوي٬ په ټولو روغتونونو كښې بېړنې حالت نافذ كړې شوې او د ډاكټرانو رخصتۍ منسوخ كړې شوې دي۔ده ووئيل زمونږ ذمه واري ده چې د خپل اولس ساتنه وكړو٬د وكيلانو او سول سوسائټۍ امنيت به لا ټېنګولې شي ۔ سرفراز بګټی ووئيل په سمدستي توګه د ترهه ګرو په ضد عمليات پېل كړې شوې دي۔