بلاول بهټو زرداري د كوئټې په سول روغتون كښې د بمي چاودنې غندنه وكړه

بلاول بهټو زرداري د كوئټې په سول روغتون كښې د بمي چاودنې غندنه وكړه

كراچۍ (پاکستان نیوز پوائنٹ 08 اگست 2016ء) د پاكستان پيپلز ګوند چيئرمېن بلاول بهټو زرداري د كوئټې په سول روغتون كښې په شوې بمي چاودنه كښې د شهيدانو او د ډزو په پېښه كښې د بلوچستان بار صدر بلال انور كاسي د شهادت غندنه كړې۔ د غمرازۍ په پېغام كښې بلاول بهټو زرداري ووئيل چې په دومره لوي ځاني زيان ټول هېواد په غم اخته دے۔ ده ووئيل چې بزدلانه ترهه ګر اوس سكولونه او روغتونونه په نښه كوي خو ټول قام خپل قامي جزبې سره د ترهه ګرۍ خاتمې لپاره يو موټې دے۔

بلاول بهټو زرداري ووئيل چې زمونږ دعاګانې شهيدانو او ژوبل شويو سره دي۔ ده ووئيل چې د بلوچستان حكومت دې په پېښه كښې د ژوبل شويو ښه معالجه وكړي او كه چرې ضرورت پېښ شو نو سندھ حكومت مرستې له چمتو دے۔ ده په بمي چاودنه كښې د شهيدانو كورنيو سره د يو والي څرګندونه كولو سره ووئيل چې د غم په دې وخت كښې ټول قام دوي سره دے۔