اسحق ډار ته د شپږمې قامي سر شمېرې په دوېمه پړاٶ كښې د پېش رفت په اړه بريفنګ وركړې شو

قامي سر شمېره په دوېم پړاٶ كښې 88 ضلعو كښې د 25م اپرېل نه پېل شوې او تر 24م مئي به دوام لري۔ د شماریات ډويژن مشر

اسحق ډار ته د شپږمې قامي سر شمېرې په دوېمه پړاٶ كښې د پېش رفت په اړه بريفنګ وركړې شو
قامي سر شمېره په دوېم پړاٶ كښې 88 ضلعو كښې د 25م اپرېل نه پېل شوې او تر 24م مئي به دوام لري۔ د شماریات ډويژن مشر

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 27اپریل2017ء) د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحق ډار ته د شپږم قامي خانه او سر شمېرو په دوېمه پړاٶ كښې په پېش رفت بريفنګ وركړې شوې۔د پاکستان شماريات بېورو ډويژن مشر ووئيل قامي سر شمېره په دوېم پړاٶ كښې 88 ضلعو كښې د 25م اپرېل نه پېل شوې او تر 24م مئي به دوام لري۔ په دوېم پړاو كښې د پېنډۍ او اسلام آباد پشمول د فاټا سيمې هم شاملې دي۔

ده ووئيل دوېم پړاٶ د شېډول له مخې د تعطل نه غېر روان دے۔ د شماريات مشر ووئيل د وړومبنې پړاٶ د 63 ضلعو د كورنو او سر شمېرې دستاوېز پي بي اېس هېډكوارټرز ته تر لاسه شوې ۔ ده ووئيل حكومت سر شمېرو لپاره بېلې كړې شوې 18 نيم اربه روپې د وړاندې نه جاري كړې دي ۔ په دې موقع د خزانې وزير اسحق ډار د نړيوالو مبصرينو لخوا هېواد كښې د شپږمې سر شمېرې په عمل د اطمينان لرلو سره د صوبائي چيف سېكترانو ٬ د وسله وال پوځ او د قانون نافذ كوٶنكو ادارو د اهلكارو لخوا د سر شمېرې عمل كاميابولو لپاره په معاونت كولو مننه وكړه ۔ ده په دې لړ كښې د شماريات ډويژن د عملې كردار هم وستائلو۔