پاكستان پولينډ سره خپلي اړيكې مهمې ګڼي٬د دواړو هېوادونو ترمينځه د پروډكشن او براډ كاسټنګ په اړه مرسته ضروري ده۔د اطلاعات او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب د پولينډ سفير سره خبرې

پاكستان پولينډ سره خپلي اړيكې مهمې ګڼي٬د دواړو هېوادونو ترمينځه د پروډكشن او براډ كاسټنګ په اړه مرسته ضروري ده۔د اطلاعات او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب د پولينډ سفير سره خبرې

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 27اپریل2017ء) د اطلاعات ٬ خپرونو او قامې ورثې دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي پاكستان پولينډ سره خپلي اړيكې مهمې ګڼي٬د دواړو هېوادونو ترمينځه د پروډكشن او براډ كاسټنګ په اړه مرسته ضروري ده٬دا څاڼكې د دواړو هېوادونو اولسونه د اقدارو٬كلتور او رواياتو څخه خبرولو له غوره ذريعه ده۔د دې خيالاتو څرګندونه دې د زيارت په ورځ د پولينډ سفير پټير او هالنسكې سره د ملاقات په مهال وكړه۔

دوهمې وزيرې د دواړو هېوادونو اولسونو شريكې ګټې له د مرستې لا مستحكمولو لپاره د خپل عزم پخلے وكړو۔دې ووئيل پاكستان پولينډ سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي او پاكستان پولينډ سره ګڼ اړخيزه اړيكې پراخا كول غواړي۔مريم اورنګزېب ووئيل د جمهوري حكومت مثبتو پالېسو په سوب هېواد كښې د امنيت وضعه ښه شوې چې ورسره نه يوازې معاشي پرمختګ له مناسب چاپېرچل پېدا شوې بلكې ورسره د هېواد سېلګرۍ څانګې هم وده موندلې۔

دې ووئيل حكومت د پاكستان مثبت تشخص رامخې ته كولو له آرټ٬كلتور ته وده وركولو له هڅې كوي۔دې ووئيل وسله والو ځواكونو او قانون نافذ كوونكو ادارو د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې ځانګرې قربانۍ وركړي او د ترهه ګرو فزيكل انفراسټركچر ختمولو له ئې د هغوي د ملا تير مات كړی۔د پولينډ سفير د اطلاعات او كلتور په څانګه كښې په سركاري توګه د مفاهم يادښت لاس ليك كولو د لارې د مرستې په حاجت زور راوړو۔ده ووئيل كلتور ثوي او آسانه وسيله ده چې ورسره قامونه پرمختګ كوي۔دوهمې وزيرې په دې لړ كښې د مرستې باور وركړو۔دې د پولينډ سفير د پاكستاني كلتور او ژبې سره مينه وستائېله۔