اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 27اپریل2017ء) داخله وزير چوهدري نثارعلي خان (نن) د جمعې په ورځ په دوه ورځنۍ دوره كراچۍ ته ځي۔ د سندھ په ګورنر هاٶس كراچۍ كښې به مهمو سياسي لارښودو سره ملاقات او د سندھ رېنجرز په پاسنګ آٶټ پرېډ كښې به د خاص مېلمه په حيث توګه ګډون كوي او هغه ته به سلامي وركولې شي۔ داخله وزير به د كراچۍ دورې په مهال د رېنجرز په مركزي دفتر كښې د سول آرمډ پورسز د غونډې مشري هم كوي۔ داخله وزير چوهدري نثارعلي خان به د پاكستان كوسټ ګارډز دوره كوي او د نادرا د دوه مېګا سنټرو پرانسته به هم كوي۔
داخله وزير چوهدري نثارعلي خان (نن) په دوه ورځنۍ دوره كراچۍ ته ځي
7 کال لومړی