د پخواني اولس مشر آصف علي زرداري لخوا په كوئټه كښې د بمي چاٶدنې او ډزو دپېښې په سختو ټكو غندنه

د پخواني اولس مشر آصف علي زرداري لخوا په كوئټه كښې د بمي چاٶدنې او ډزو دپېښې په سختو ټكو غندنه

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 08 اگست 2016ء) د پاکستان پیپلز ګوند صدر او پخواني اولسمشر آصف علي زرداري د ګل په ورځ په كوئټه كښې د بمي چاٶدنې او ډزو د پېښې په سختو ټكو كښې غندنه كړې۔ په خپل يو بيان كښې آصف علي زرداري ووئيل دي چې ترهه ګر به كله هم د ترهه ګرۍ لعنت خاتمې لپاره د اولس عزم كمزورې نه كړې شي۔ ده ووئيل چې د بې ګناه وګړو په نښه كولو به هېڅ كله اجازه ورنه كړې شي۔ ده ووئيل د دې ظلم مخنيوي له پرېكنده ګامونه پورته كولو ته اړتيا ده۔ پخواني اولس مشر دعا وكړه چې لوي څښتن دې ارواښادو له د خپل رحم په پلو كښې ځائ او غم جنو كورنيو له د زغم توفيق وركړي۔