د سېنېټ چیئرمېن او دوهم چیئرمېن كوئټه كښې په سول سول روغتون كښې د بمي چاٶدنې غندنه وكړه

د سېنېټ چیئرمېن او دوهم چیئرمېن كوئټه كښې په سول سول روغتون كښې د بمي چاٶدنې غندنه وكړه

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 08 اگست 2016ء) د سېنېټ چیئرمېن ميا رضا رباني او دوهم چیئرمېن مولانا عبدالغفور حېدري په كوئټه كښې په سول سول روغتون كښې د بمي چاٶدنې غندنه كړې د كومې په نتيجه كښې چې په لويه شمېره مرګ ژوبله شوې۔ دوي دا يوه بزدلانه كاروائي ګرځولو سره وئيلي دي چې ترهه ګر به په خپلو ناوړو مقصدونو كښې كله هم كامياب نشي۔ په خپلو جلا جلا پېغامونو كښې دوي دعا وكړه چې لوې څښتن دې ارواښادو له خپل د رحم په پلو كښې ځائ او غم جنو كورنيو له د زغم توفيق وركړي۔ بلخوا په سېنېټ كښې د حكومتي او مخالفې ډلو مشرانو راجه ظفرا لحق او چوهدري اعتزاز احسن هم د پېښې غندنه كولو سره دا يوه بزدلانه كاروائي ګرځولې۔﴿م ع/ ګ ل 1648﴾