ډاکټر عبدالمالك بلوچ او نورو شخصياتو د كوئټه په سول روغتون كښې د چاٶدنې غندنه وكړه

ډاکټر عبدالمالك بلوچ او نورو شخصياتو د كوئټه په سول روغتون كښې د چاٶدنې غندنه وكړه

کوئټه (پاکستان نیوز پوائنٹ 08 اگست 2016ء) د بلوچستان پخواني وزیراعلیٰ ډاکټر عبدالمالك بلوچ او نورو شخصياتو د كوئټه په سول روغتون كښې د چاٶدنې غندنه كولو سره وئيلي دي چې دا د بلوچستان تر ټولو توره ورځ ده٬ ترهه ګر آسان هدفونه په نښه كوي۔ د بلوچستان حكومت وياند انوارالحق کاکړ د پېښې غندنه كولو سره وئيلي دي چې د صوبې څخه به د ترهه ګرۍ لعنت ختمولې شي۔ ده ووئيل چې په صوبه كښې د ترهه ګرو په ضد د جنګ په حالت كښې يو۔ ده ووئيل ډېر زر به صوبه كښې امن او امان په ځائ شي۔