د كوئټه په سول روغتون كښې بمي چاودنه٬

30 كسان مړه٬ 20 ژوبل چاودنه د بلوچستان بار اېسوسي اېشن د وژل شوي صدر بلال كانسي د پوسټ مارټم په مهال شوې٬ د كوئټه په روغتونو كښې بېړنې حالت نافذ كړې شوې

د كوئټه په سول روغتون كښې بمي چاودنه٬ 
30 كسان مړه٬ 20 ژوبل چاودنه د بلوچستان بار اېسوسي اېشن د وژل شوي صدر بلال كانسي د پوسټ مارټم په مهال شوې٬ د كوئټه په روغتونو كښې بېړنې حالت نافذ كړې شوې

كوئټه (پاکستان نیوز پوائنٹ 08 اگست 2016ء) د بلوچستان په سرښار كوئټه كښې په يو بريد كښې د بلوچستان بار اېسوسي اېشن د وژل شوي صدر د پوسټ مارټم په مهال په سول روغتون كښې د چاودنې په نتيجه كښې 30 كسان مړه او 20 ژوبل شوي دي۔ د خبر له مخې د كوئټه په منو جان سړك نامعلولو موټر سائيكل سوارو كسانو ډزې كولو سره د بلوچستان بار اېسوسي اېشن صدر هغه مهال ووژلو كله چې هغه د خپل كور نه د عدالت په پلو روان و۔

كله چې د بلال كانسي اېډوكېټ په سول روغتون كښې پوسټ مارټم روان نو ناڅاپي د سول روغتون د حادثاتو په څانګه كښې زوروره چاودنه شوه چې په نتيجه كښې ئې په لويه شمېره خلق مړه او ژوبل شول۔ د اطلاعاتو له مخې په چاودنه كښې په شهيد شويو كسانو د آج نيوز كېمره مېن شهزاد خان هم شامل دے۔ د پوليسو له مخې په چاودنه كښې 30 كسان مړه او 20 ژوبل شوي دي۔ ژوبل شوي كسان د كوئټه بېلا بېلو روغتونونو ته رسول شوي دي۔ پوليسو او امنيتي ځواكونو د پېښې پلټنې پېل كړې دي۔