وزيراعظم محمد نواز شريف د كوئټه په سول روغتون كښې د بمي چاودنې سخته غندنه وكړه٬ وزيراعظم په ځاني زيان خواشيني وښودله

وزيراعظم محمد نواز شريف د كوئټه په سول روغتون كښې د بمي چاودنې سخته غندنه وكړه٬ وزيراعظم په ځاني زيان خواشيني وښودله

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 08 اگست 2016ء) وزيراعظم محمد نواز شريف د كوئټه په سول روغتون كښې د بمي چاودنې سخته عندنه كولو سره په پېښه كښې په ځاني زيان خواشيني ښودلې۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم هاؤس لخوا په جاري شوي يو بيان كښې وزيراعظم ووئيل چې چا ته به هم د صوبې د امن خرابولو اجازه ورنه كړے شي ځكه چې دا امن د امنيتي ځواكونو٬ پوليسو او د بلوچستان اولس د هڅو او د لويو قربانيو په نتيجه كښې بحال شوے۔

وزيراعظم نواز شريف ژوبل شويو كسانو ته د معالجې غوره اسانيو وركولو هدايت وكړو۔ ده دعا وكړه چې لوي څښتن دې ارواښاد ته د خپل رحم په پلو كښې ځائ او غمژنو كورنيو ته د زغم توفيق وركړي۔ وزيراعظم اړوند چارواكو ته د وكيلانو او سول سوسائټې لپاره د حفاظتي انتظاماتو ټېنګولو هدايت هم وكړو.