پاكستان او ايران د ترهه ګرۍ مخنيوي په شمول په اقتصادي ٬ تجارتي ٬ سياسي او امنيتي څانګو كښې د دوه اړخيزې مرستې په لا مستحكم كولو سلا شوي۔ دا سلا تهران كښې ددواړو هېوادونو ترمينځھ د سياسي مشاورت په نهم پړاؤ كښې راغله- د خارجه دفتر وياند

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 06 اگست 2016ء) د پاكستان او ايران د ترهه ګرۍ مخنيوي په شمول په اقتصادي ٬ تجارتي ٬ سياسي او امنيتي څانګو كښې د دوه اړخيزې مرستې په لا مستحكم كولو سلا شوي۔ دا سلا د خالي په ورځ تهران كښې د دواړو هېوادونو ترمينځھ د سياسي مشاوارت په نهم پړاؤ كښې راغلې۔ د خارجه دفتر وياند ترمخه خارجه سېكتر اعزاز احمد چوهدري غونډه كښې خپل پلاوي سره د پاكستاني او د ايران دوهم خارجه وزير د خپل هېواد نمائندګي وكړه۔

خارجه سېكتر اعزاز چوهدري د ايران خارجه وزير جاوېد ظريف سره هم ملاقات وكړو۔ د وياند وېنا ده چې مشاورتي غونډه كښې د سياسي ٬ تجارتي ٬ اقتصادي او امنيت په شمول د شريكې خوښې په چارو تفصيلي بحث وكړے شو۔ په دې څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې په لا زياتولو هم سلا راغله۔ په دې مهال د ټرانزټ ټرېډ موقعو هم جاج واخستے شو۔ په دې خبره هم سلا راغله چې د ترهه ګرۍ مخنيوي او په خاص توګه د داعش لخوا په پېښو خطرو قابو موندلو له نزدې دوه اړخيزه مرستې ته اړتيا ده۔ خارجه سېكتر خپل ايرانې همڅنګ هندي مقبوضه كشمير كښې د تازه صورتحال نه هم خبر كړو۔