راتلونكې كال به 10 زره مېګاواټه برېښنا په قومي ګرېډ كښې شامله كړې شي۔ پير صابرشاه

راتلونكې كال به 10 زره مېګاواټه برېښنا په قومي ګرېډ كښې شامله كړې شي۔ پير صابرشاه

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 06 اگست 2016ء) د پاكستان مسلم ليګ ﴿ن﴾ لارښود پير صابر شاه وئيلي دي چې راتلونكې كال به 10 زره مېګاواټه برېښنا په قومي ګرېډ كښې شامله كړې شي۔ راډيو پاكستان سره په خبرو كښې ده ووئيل چې په تېر وخت كښې پاكستان د ترهګرې او د توان بخران سره مخ و۔ د صنعتونو بد حال و او اولس د 18 ساعته لوډشېډنګ له امله په سړكونو په احتجاج كولو مجبور و۔

ده ووئيل چې د مسلم ليګ﴿ن﴾ حكومت چې جوړ شو نو د توان په لويو لويو پروژو ئې كار پېل كړو او دا وړومبې ترجيح وه چې د توان په بحران قابو وموندل شي۔ ده ووئيل چې حكومت لوډ شېډنګ ختمولو لپاره د كال 2018م هدف ټاكلې دے۔ پير صابر شاه ووئيل چې حكومت د هېواد معيشت لپاره غوره پالېسې جوړې كړې او د پاكستان او چين د اقتصادي لارې پروژه هم د دې لړې يوه كړۍ ده۔