وزيراعظم نواز شريف ملاقات كښې سندھ كښې د مسئلو حل كولو باور راكړے۔ د امن اوامان په شمول په نورو لويو چېلنجونو قابو موندلو له د وفاق مرستې ته اړتيا ده۔

میډیابايد زما د غلطو اصلاح وكړي۔ د سند ھ اعلی وزير په جوړېدو د چيئرمېن بلاول بھټوزرداري او آصف علي زرداري مننه كوم۔ د اعلی وزير مراد علي شاه سندھ هاؤس كښې خبري كنفرنس ته خطاب

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 05 اگست 2016ء) د سندھ اعلی وزير سيد مراد علي شاه وئيلي دي وزيراعظم نواز شريف ملاقات كښې سندھ كښې د مسئلو حل كولو باور راكړے۔ د امن او امان په شمول په نورو لويو چېلنجونو قابو موندلو له د وفاق مرستې ته اړتيا ده۔ میډیا بايد زما د غلطو اصلاح وكړي۔ د سند ھ اعلی وزير په جوړېدو د چيئرمېن بلاول بھټو زرداري او آصف علي زرداري مننه كوم۔

د دې خيالاتو څرګندونه اعلی وزير د جمعې په ورځ وزيراعظم نواز شريف سره ملاقات څخه وروستو سندھ هاؤس كښې خبري كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل ۔ د سندھ اعلی وزير په جوړېدو د چيئرمېن بلاول بھټو زرداري او آصف علي زرداري مننه كوم۔ ده ووئيل كه شهيده بنظيره نن وه نو زما د وزيراعلی په چوكۍ په ناسته به ورته ډېره خوشحالي شوې وه۔ ده ووئيل زه به د خپلې صوبې خذمت كوم او هيله لرم چې ماته به د مشرتابه او د سندھ اولس ملاتړ ترلاسه وي۔

ده ووئيل دعوې سره وايم چې زما د منصب سنبھالولو څخه وورستو په دې اوو ورځو كښی به سندھ كښې بدلون ټولو ته په نظر راغلي وي۔ ده ووئيل د امن او امان په شمول په يو شمېر چېلنجونو قابو موندلو له د وفاق مرستې ته اړتيا ده۔ هغه دے ماسره مرسته وكړي او سندھ كښې چې كومه خبره كښې زما مرسته غواړي ورسره به كوم۔ ده ووئيل د رېنجرز مسئله هواره شوې۔ دوئي ته كراچۍ كښې 90 ورځو لپاره خاص اختيارات وركړې شوي دي۔

ده ووئيل دا غلط فهمي ده چې اعلی وزير سره اختيارات نه وي ماته مشرتابه ټول اختيارات راكړي دي۔ ده ووئيل د كالاباغ ډېم په اړه زما دريځ هم هغه دے كوم چې د ګوند دے۔ ده ووئيل مونږ به خپله صوبه كښې احتساب له قانون سازي كوؤ۔ كه زما ورور هم كوم غلط كار كښې ككړ وموندلے شو نو هغه به هم نه پرېږدم۔ (وا/ګ ل/2129)