د سېنېټ نامه هاٶس آف فېډرېشن اېښودلې شوې۔د سېنېټ چيئرمېن

د سېنېټ نامه هاٶس آف فېډرېشن اېښودلې شوې۔د سېنېټ چيئرمېن

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 05 اگست 2016ء) د سېنېټ چیئرمېن میا رضا رباني وئيلي دي چې په كال 1973 كښې پخواني سناتور عبدالحئي بلوچ د سېنېټ نامې هاٶس آف نېشنېلټېز اېښودلو تحريك وړاندې كړې ٶ او ھغې نه پس اوس مونږ د دې نامه هاٶس آف فېډرېشن كېښوده ۔د جمعې په ورځ د سېنېټ عونډې په مهال ده ووئيل په كال 1973 كښې چې كله آئين تيارېدو نو ھغه وخت پخواني سناتور عبدالحئي بلوچ د قامي اسمبلۍ غړې ٶ او ھغه د سېنېټ پحقله خپل وړومبې تحريك وړاندې كړې كوم كښې چې ھغه وئيلي وو چې د سېنېټ نامه هاٶس آف نېشنېلټېز كېښودل پكار ده او د ھغې نه پس اوس مونږ د سېنېټ نامه هاٶس آف فېډرېشن اېښوده ده ۔