اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 05 اگست 2016ء) د سېنټ چيئرمېن مياں رضا رباني وئيلي د سېنټ غونډې كتلو لپاره د مېلمنو په ګېلرۍ كښې د قامي اسمبلۍ سپيكر موجودګي يوه تاريخي ګھړۍ ده۔ د پاكستان پارليمان ٬ آئين ٬ وفاقيت او جمهوريت د اولس ښېګړې او د دوئي حقونو له يو دي او يو ځائې به هڅې روانې ساتي۔ دجمعې په ورځ د سېنټ 44 تاسيس ورځې په لړ كښې راجوړې كړې شوې خاص غونډه كښې د خيالاتو څرګندونې په مهال د سېنټ چيئرمېن ووئيل دا يو مهم پشرفت دے چې په وړومبي ځل د قامي اسمبلۍ سپيكر د سېنټ كاروائي كتلو له د مېلمنو ګېلرۍ كښې موجود دے۔
مونږ دده مننه كوے چې دے د دې خاص غونډه برخه جوړ شوے۔ دې سره ډېر مهم پېغام ترلاسه شوې چې د پاكستان دواړه پارلمانونه يو بل سره پرله پسې رابطه ساتي او د پاكستان پارلېماان ٬ آئين ٬ وفاقيت او جمهوريت د پاكسان اولس ښېګړې او ددوئي حقونو له يو دي او يو ځائې به هڅې روانې ساتي۔